خبرونهنړۍ

یمن کې د امریکا په بریدونو کې لسګونه حوثیان وژل شوي دي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

امریکا د ټرمپ په امر امریکایي بېړیو د بریدونو په غبرګون کې د یمن پر حوثیانو هوایي بریدونه کړي، چې لسګونه کسان په کې وژل شوي دي.

د یمن پر حوثي ځواکونو د امریکا وروستي هوایي بریدونه د ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې د سیمه‌ییزو ترینګلتیاوو د زیاتوالي یوه برخه ده.

امریکا او بریتانیا له څو میاشتو راهیسې د یمن د حوثي ډلې پر ضد بریدونه ترسره کوي، دا بریدونه د هغو حملو غبرګون بلل کېږي چې حوثي وسله‌وال د سره سمندرګي پر تجارتي بېړیو کوي. حوثي ډلې ادعا کوي چې دا بریدونه یې د اسراییل پر ضد د فلسطین د ملاتړ لپاره ترسره کړي، ځکه چې اسراییلي بېړۍ او هغه کښتۍ چې د اسراییل پر لور روانې وي، د دوی هدف دي.

د راپورونو له مخې، اوس امریکا د دغو بریدونو په غبرګون کې هوایي بریدونه کړي دي.

 د یمن روغتیا وزارت ویلي، د دغه هېواد په مرکز صنعا کې دغو بریدونو کې ۱۳ ملکیان وژل شوي او ۹ ټپیان دي او د یمن په شمالي صعده ښار کې بیا د څلورو ماشومانو او یوې ښځې په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۴ ټپیان دي.

پر دې سربېره د یمن په دیهان کې د برښنا یو سټېشن هم لمنځه تللی چې د سیمې خلک یې له برښنا محروم کړي دي.