خبرونهنړۍ

د امریکا غږ خبریالان: د واشنګټن پر وخت د مازیګر په ۶ بجو له دندو رخصت شوي یو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

وروسته تر هغې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې ډونالډ ټرمپ بریا ترلاسه کړه نوموړي د خپل واک په لومړیو ورځو کې وویل چې د امریکا غږ اشنا او ازادیو راډیو نشرات د دوي په ګټه نه دي او باید بند شي.

نوموړي د یو اجرییوي فرمان له مخې ویلي چې په اوس مهال کې څوک راډیو نه اوري او د همدې له امله نه غواړي چې په دې برخه کې پیسې مصرف کړي.

تازه د امریکا غږ اشنا تلویزیون پيژندل شوي خبریال رحمان بونیري پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي ((د امریکا غږ قراردادي کارکوونکي نن د واشنګټن ډي سي په وخت د مازیګر په شپږ بجو له خپلو دندو لرې کړل شول. هو زه هم))

بل لوري ته په پاکستان کې د امریکا غږ خبریال خدای نور ناصر بیا پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې  امریکا غږ او مشال راډیو کې زما پخوانیو همکارانو یو مې هم هېر نه یاست او په دې سخت وخت کې درباندې سخت خفه یم.

تر دې وړاندې د ټرمپ د دې فرمان په غبرګون کې د  ازادۍ راډیو رییس استفان کاپوس د ټرمپ دغه پرېکړه د امریکا د دښمنانو لپاهر یوه ستره ډالۍ یاده کړې او ویلي یې دي «د ایران ایت الله، د چین کمونست مشران او د مسکو او مینسک دیکتاتوران به له ۷۵ کلونو وروسته د آزادې اروپا .راډیو د ازادۍ راډیو له منځه تللې ولمانځي دا به زموږ دښمنان پیاوړي کړي او امریکا به کمزورې کړي.