خبرونهنړۍ

د بریتانیا حکومت د بي بي سي نړیوال شبکې د بودیجې کمولو په اړه فکر کوي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

وروسته تر هغې چې د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر تېره میاشت اعلان وکړ ،چې له ۲۰۲۷ کال څخه د خپل هېواد د پوځي لګښتونو د زیاتولو لپاره به د برېتانیا بهرنۍ مرستې کمې کړي.

اوس یې په تازه اقدام کې ویلي چې د بي بي سي نړیوال سرویس د بودیجې په اړه به غور وکړي دوي دغه کار د

د بي بي سي نړۍوال سرویس لپآره د بودیجې ډيری  برخه د حکومت د رسمي بهرنیو مرستو بودیجې څخه ورکول کېږي.

تر دې مخکې د برېتانيا حکومت اعلان وکړ، چې د خپلو بهرنيو مرستو بودیجه به کمه کړي، هغوي زیاته کړې چې د بي بي سي نړیواله شبکه یې د تمویل یو له انتخابونو دی چې باید په اړه یې غور وکړي خو زیاته کړې یې ده چې  تر دې مهاله پورې وروستۍ پرېکړه نه کړې

کیر ستارمر ویلي و چې دوي په دې په دې لټه کې دي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې د هېواد په رسمي نړۍواله پرمختیایي بودیجه کې شاوخوا شپږ میلیارد پونډه سپما کړي

نوموړي  د برتانیې د پارلمان د نړۍوالې پراختیا، کلتور او بهرنیو چارو د کمېټو مشرانو ته په یوه لیک کې لیکلي: “په وروستیو ورځو کې، له موږ څخه غوښتل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت سره د نړۍوالو پراختیایي تمویلونو د کمولو اغېزو په اړه د نورو ښکېلتیا لپاره چمتووالی ونیسي.

بل پلو د بي بي سي عمومي مشر ټیم ډیوي ویلي چې چمتو دی تر څو د برېتانیا د بهرنیو چاور وزارت چاورکو سره د دې پرېکړو د پایلو په اړه خبرې وکړي

د بي بي سي نړۍوال سرویس یو نړۍوال خبري سرویس دی، چې د راډیو، ټلویزیون او انلاین پلیټ فارمونو له لارې په پښتو انګلیسي، فارسي په شمول شاوخوا ۴۰ نورو ژبو فعالیت کوي.