افغانستانخبرونه

د طالبانو سره د بندي بریتانوي لور وايي د پلار روغتیايي حالت یې نازک دی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

۷۹ اویا کلن بریتانوی پیټر رینولډز او میرمن یې باربي چې ویل کېدل په افغانستان کې یې خیریه کارونه کول د طالبانو لخوا په بامیانو کې د یو ترجمان په شمول نیول شوي دي

تازه یې لور سارا اینټویسټل د ګارډین ورځپاڼې سره په خبره کې ویلي چې پلار یې زړه تکلیف لري هغې زیاته کړې پلاریې طالبانو تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې یوه زندان ته انتقال کړی چې دې کار د هغې روغتیايي وضعیت نور هم خراب کړی دی

سارا ویلي، د پلار سینه او دواړه سترګې یې مکروبي شوي او د سمې نه تغذیې له کبله یې د هاضمې سیستم هم له ستونزو سره مخ شوی دی.

داسې هم ویل شوي  چې له زندانه مخکې پر دغه بریتانوي وګړي د زړه یوه وړه حمله هم راغلې وه.

طالبانو تېره میاشت ومنله چې دغه بریتانوي جوړه یې چې د راپورونو له مخې افغانستان کې يې خیریه کارونه کول، په بامیانو ولایت کې له یو ترجمان سره  نیولې ده

د طالبانو د حکومت لخوا تر دې مهاله په واضح ډول نه دي ویلي شوي چې دغه جوړه په کومه جرم او یا شک نیول شوې او په کوم زندان کې د کوم ډول شرایطو سره ساتل کیږي

طالبانو تر دې مهاله د سارا اینټویسټل د ادعا په اړه هم څه نه دي ویلي