خبرونهنړۍ

قطر د اردون له لارې سوریې ته طبیعي ګاز ورکوي

( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

قطر هېواد اعلان وکړ چې د  سوریې د برښنا د کمزوري سیستم د ښه کولو په موخه به د اردن له لارې سوریې ته طبیعي ګاز ورکړي .

د را پورونو له مخې؛ په دې ګازو ورکړې سره به سوریه کې ۴ سوه میګاواټه اضافي برېښنا تولید شي.

د سوریې د برېښنا وزیر عمر شقروق ویلي، د دغه پروژې له مخې به هره ورځ ۲ میلیونه متره مکعب طبیعي ګاز سوریې ته راانتقال شي.

بلخوا قطر ویلي، ژمن دي، چې د سوریې په بیا رغونې او نورو برخو کې په تدریجي ډول مرسته وکړي.