
( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
سیمه ییزې سرچینې وایي، نن په تورخم ښارګوټې کې یو ځل بیا د افغان او پاکستاني مخورو او سوداګرو ترمنځ د دغه لویې لارې د خلاصون په موخه جرګه کیږي.
را پورونه وایي، په دغه جرګه کې به د افغانستان لخوا اوه ویشت او د پاکستان لخوا ۳۷ قومي مخور برخه لري.
په ننګرهار کې د طالبانو اطلاعاتو او کلتور ریاست هم تائید کړې، چې دغه جرګه نن غرمه پیل کیږي او د افغان لورې مشري به د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند ولري.
دوی هیله ښودلې، که دواړه لورې هوکړې ته ورسیږي، احتمال شته، چې دغه لویه لاره د نږدې یوه میاشتې تړل کېدو وروسته پرانیستل شي.