
کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټه د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د تګلارې په بدلون نیوکه کړې او هغه یې لا هم ترهګر بللی.
په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزار ت له خپل تور لیست څخه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او حقاني شبکې د مشر سراج الدین حقاني د لرې کولو خبر ورکړ، تازه د دغه هېواد د استازو جرګې د بهرنیو اړیکې کمیټې مشر ویلي، چې حقاني شبکې ګڼ امریکایي عسکر وژلي او هغه اوس هم ترهګر دی.
دغه کمیټې پرون پخپله ناسته کې ټینګار وکړ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید ځواب ووایي، چې ولې یې د حقاني شبکې د مشرانو په اړه خپله تګلاره بدله کړې ده، دوی همدا راز د حقاني شبکې په ځینو مشرانو د امریکا د جایزو په لرې کولو هم نیوکې کړي.
د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر براین مسټ وویل: حقاني شبکه چې څومره هم اوس د طالب چارواکو په شکل د ځان د سمولو هڅې کوي، خو ګڼ امریکايي عسکر یې وژلي دي او لاهم د امریکا لخوا ترهګره پېژندل شوې شبکه ده.
د امریکا د استازیو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې غړو په اکثریت رایو هغه قانوني تعدیل ته رایه ورکړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه غواړي د افغانستان د پالیسیو په اړه په هر ډول بدلون کې د کانګرس نظر وپوښتي.