خبرونهنړۍ

ټرامپ یو ځل بیا په ایران باندې د پوځي حملې ګواښ وکړ

کابل ټیلیګراف – ۲۱ وری ۱۴۰۴ لمریز کال 

په داسې حال کې چې د امریکا او ایران تر مینځ په راتلونکو ورځو کې خبرې اترې پیلیږي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ یو خل بیا ګواښ کړی، که ایران سره هوکړې ته ونه رسیږي، په دغه هېواد باندې به پوځي برید وکړي.

هغه زیاته کړې، زه له ایران څخه زیاته غوښتنه نه کوم، یوازې دې ایټمي بم نه جوړوي.

ټرامپ زیاته کړې چې د  ایران په خلاف د فوځي حملې په صورت کې، به اسرائیل هم ګډون وکړي او قومنده به په لاس کې واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د عمان په منځګړیتوب د شنبې په ورځ د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې پیل کیږي.