
کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره د ” نارنج ګل ” نندارتون پرانستل شو.
په دغه نندارتون کې ۱۶۰ غرفې اېښودل شوي، چې په کې وطني تولیدات خلکو ته د ښودلو په موخه ځای پر ځای شوي او د دغه نندارتون جوړونکي د دغه نندارتون د جوړونې اصلي موخه د کورنیو تولیداتو لپاره د بازارموندنې او نړیوالو بازارونو موندل په ګوته کوي.
صنعتکارانو هم د دغه نندارتون هرکلی کړی او د پانګونې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو او بانکي پورونو ته د لاسرسي غوښتنه کړې ده.
د ننګرهار محلي چارواکو هم د پانګوالو له بشپړ ملاتړ څخه ډاډ ورکړی دی.