افغانستانخبرونه

بریتانیا: ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه طرحه جوړه شوې

کابل ټیلیګراف – ۲۲ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د کډوالو او بېرته را ستنیدونکو چارو وزارت وایي، د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت کاردار رابرت چترتون دیکسن، د دې وزارت د سرپرست د مولوی عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه یوه طرحه چمتو شوې او ژر به له طالبانو سره شریکه شي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې؛ د بریتانیا د سفارت کاردار زیاته کړې، چې په دې طرحه کې پر څو موضوعاتو په ځآنګړي ډول د افغانستان سره د اړیکو پر پیاوړتیا او د دې هېواد د امنیت پر تامین ټینګار شوی.

هغه ویلي، په دغه طرحه جوړولو کې بریتانیا  مهم رول لوبولی دی. 

مولوی عبدالکبیر په دې لیدنه کې ویلي، چې طالبان د اروپايي هېوادونو، په ځانګړي توګه بریتانیا سره د متقابل احترام پر بنسټ د مثبتو اړیکو پر پراخولو ژمن دی. 

هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغان کډوالو د ملاتړ او د هغوی د راستنېدو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي.