افغانستانخبرونه

انقره کې د طالبانو سفیر له ترکیې څخه په روغتیایي برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

انقره کې د طالبانو سفیر محمد زبیر ودان او د دغه سفارت روغتیايي اتشې فضل‌الله سیرت د ترکیې د «روغتیا او مدنیت» ټولنې له بنسټ‌ايښودونکي او غړو سره کتلي دي.

ترکیه کې د طالبانو سفارت وایي، چې په دې کتنه کې د روغتیا، د افغان طبي کادرونو لپاره د لنډمهاله او اوږدمهاله تحصیلي فرصتونو برابرولو، او د علمي او مسلکي اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

د یاد سفارت د خبرپاڼې له‌مخې، ښاغلي ودان د دې ټولنې له فعالیتونو مننه کړې او د افغان وګړو لپاره یې د روغتیايي ویزو د ورکړې د اسانتیا غوښتنه کړې ده.

ورته‌مهال د دې ټولنې بنسټ‌ايښودونکي ژمنه کړې، چې د افغان طبي کادرونو لپاره به د زده‌کړو فرصتونه او روغتیايي خدمتونه برابر کړي.