افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د تندر لوېدو له امله پنځه تنه ټپیان شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۸ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې پر یوه ښوونځي تندر لوېدلې او له امله یې یو ښوونکی او څلور زده کوونکي ټپیان شوي دي.

ننګرهار کې د طالبانو د پوهنې ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورخ د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د قیلغو د نجونو لېسه کې پر يوه تدریسي خونه د تېز باران پر مهال شوې ده.

سرچېنې لیکلي چې په دغه پېښه کې یو ښوونکی او څلور زده کوونکی ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په یاد ولایت کې تیز باران وورېده.