
کابل ټیلیګراف – ۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
رسنیو د هند د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د هند تر واک لاندې جمو او کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو د وسلهوالو په برید کې ۲۶ کسان وژل شوي.
د راپورونو پر اساس په دغه برید کې لږ تر لږه ۳۶ تنه ټپیان شوي، چې د ډېرو یې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
کشمېر د هند او پاکستان ترمنځ لانجمنه سیمه ده، چې یوه برخه یې د هند تر واک لاندې ده.