افغانستانخبرونه

د جلال اباد ښاروالۍ یو کارمند او يو بل کس وژل شوي دي

کابل ټیلیګراف – ۲ غویي ۱۴۰۴ لمریز کال

سرچینې وایي، د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښاروالۍ د کارمندانو یو سرګروپ چې په محمد عمر کلنتر باندې مشهور و، د نا معلومو کسانو له لورې په چاقو وهل شوی او وژل دی.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاد کس د جلال اباد حوزوي روغتون ته لیږدول شوی و، خو د سخت ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې.

پرون هم یوې سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: چې د بهسودو دامان سیمه کې هم یو کس د کورني تاوتریخوالي له امله په بې رحمه ډول سره وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه دواړو پېښو په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.