افغانستانخبرونه

له تېرې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې ۱.۹ سلنه لوړې شوي دي

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال په وري میاشت کې د خوراکي توکو بیې د تېرې میاشتې پرتله ۱.۹ سلنې لوړې شوې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو لمخې، د مېوو ۱۱.۵ سلنې او د سبو بیې بیا ۹.۱ سلنې لوړې شوې دي.

همداراز ویل شوي چې د غیرخوراکي توکو بیې ۰.۰۲ سلنې راکمې شوي چې د کالیو په شاخص کې ۲.۴ سلنې او د درملو په شاخص کې ۲.۶ سلنې کموالی ښيي.

دغه اداره زیاتوي چې د ډالر پر وړاندې د افغانيو ارزښت هم ۰.۷ سلنې لوړ شوی، ځکه په وري میاشت کې د یو ډالر بیه ۷۱.۹ افغانیو ته رسېدلې خو دا بیه د تېر کال په کب میاشت کې ۷۲.۴ افغانۍ وه.