افغانستانخبرونه

ټرمپ: ښایي په نږدې راتلونکې کې له ایران سره هوکړې ته ورسېږو

کابل ټیلیګراف – ۸ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي، چې له ایران سره یې خبرې ښې پر مخ تللې دي او ښايي په نږدې راتلونکي کې هوکړې ته هم ورسېږي.

ایران او امریکا تر دې دمه د عمان په منځګړیتوب په غېرې مستقیمه توګه درې دورې مذاکرات کړي.

دواړه لوري غواړي یوې داسې هوکړې ته ورسېږي، چې له‌مخې یې ایران اټومي پروګرام د امریکا د بندیزونو لرې کېدو په بدل کې ودروي.