
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان څخه د افغان کډوالو د دویمې څپې د ایستلو له پیل سره هممهاله، تر اوسه ۳۴ ماشومان د تورخم په کمپ کې زیږېدلي دي.
تورخم کې د طالبانو د روغتیا کمېټې مسوول سید محمد شاهد اعلان کړی چې له دې شمېر څخه، دوه ماشومان د جراحي عملیاتو له لارې او پاتې نور په طبیعي ډول نړۍ ته راغلي دي.
هغه د میندو او نوزیږو ماشومانو لپاره د درملنې خدماتو وړاندې کولو ته په اشارې سره ویلي، لومړنیو روغتیایي پاملرنو لپاره اړین امکانات د دې کمپ په کورنیو ویشل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۱۸ میاشتو کې پاکستان یو میلیون افغان کډول له دغه هېواده ویستي، چې ډیری یې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.