
کابل ټیلیګراف – ۱۳ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه راپور کې ویلي چې د اپریل په میاشت کې کې ۱۴۵ زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي.
دې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې هغه کډوال چې افغانستان ته ایستل کیږي، په کمپونو کې له جدي ننګونو سره مخ دي؛ په داسې حال کې چې په ځینو مواردو کې څلور کورنۍ په یوه خیمه کې ژوند کوي.
دې کمېټې همدارنګه اعلان کړی چې هره ورځ له څلورو تر شپږو زرو کډوال افغانستان ته ستنیږي.