
کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبان وایي، چې د غصب شویو ځمکو د را ګرځولو لپاره ملا هیبت الله اخوندزاده د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر کړی.
د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسیون د خپلو دوه نیم کلنو کړنو په اړه د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل: د ملا هیبت الله اخوندزاده لخوا د صادر شوي فرمان له مخې؛ دغه وزارت ته د اراضي او غصب شویو ځمکو را ګرځولو نوم ورکړل شوی دی.
د دغه کمېسیون سکرتر احسان الله وثیق وویل: تر هغې چې یاد وزارت فعالیت پیلوي، یاد کمېسیون به خپلو چارو ته په عادي ډول دوام ورکړي.
نوموړی وايي، نوی جوړیدونکی وزارت به د یاد کمېسیون د تېرو چارو په پرتله ډیر پیاوړی وي.
د دغه کنفرانس پر مهال طالبانو خبر ورکړ، چې په تېرو دوه نیمو کالونو کې یې له نږدې ۵۰ میلیونه جریبه ثابته شوې ځمکې څخه یې ۳.۹ میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه را ګرځولې ده.