افغانستانخبرونه

طالبانو د لابراتوري ازموینو د پایلو برخه کې له ازبکستان څخه مرسته غوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۱ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکو له ازبکستاني چارواکو سره په لیدنه کې د لابراتواري ازموینو د پایلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د دغه وزارت څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ازبکستان له سفیر اویبیک عثمانوف او مل پلاوي سره له ازبکستان څخه د با کیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو واردولو په اړه غږېدلی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ د خوړو او درملو مرستیال د ازبکستان هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې.

هغه د باکیفیته درملو، طبي او خوراکي توکو په صادرولو د ټینګار ترڅنګ د لابراتواري ازموینو د پایلو برخه کې له ازبکستان څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.