افغانستانخبرونه

سمنګان کې یو قومي مشر وژل شوی

کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

سمنګان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، په دغه ولایت کې یو قومي مشر له وژل شوی دی.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه قومي مشر د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ مازدیګر مهال یوې ټلیفوني اړیکي ته له ځواب ورکولو وروسته په یوه کرولا موټر کې له خپل کوره وتلی او بیا لادرکه شوی وو.

د رحماني په خبره، د پولیسو په هڅو د یاد کس مړی موندل شوی او څېړنې ښيي چې وژل شوی دی.

طالبانو ویلي چې په دې اړه یې درې کسان نیولي دي.