
کابل ټیلیګراف ۲۲ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي د بلخ امنیې قومندانۍ د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د مزارشریف ښار د درېیمې او نهمې حوزې اړوندو سیمو کې پینځه تنه د نشهیي توکو د پلور په تور نیولي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، له دې کسانو څخه ۲۲ زره نشهیي ګولۍ، ۱۴ کیلو ګرامه تریاک، ۹ کیلو ګرامه چرس او یوه تومانچه هم ترلاسه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د نشه یي توکو پر کښت، پلور او پېر کلک بندیز لګولی دی.