
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
سعودي عربستان ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سفر په لړ کې، د امریکا او سعودي ترمنځ د ۱۴۲ میلیارده ډالرو
په ارزښت دفاعي تړونونه لاسلیک شول.
سپینې ماڼۍ ویلي، دا دفاعي تړون د سعودي د ۶۰۰ میلیارده ډالرو د پانګونې د ژمنې یوه برخه ده.
دفاعي تړونونو کې د جي ای ګاز ټرباینونو صادرات، د انرژۍ په سکټور کې د ۱۴ میلیارده او دوه سوه میلیونه ډالرو تړون او د ۴ میلیارده او اته سوه میلیونه ډالرو په ارزښت د ۷۳۷ بوینګ الوتکو تړون شامل دی.
د خبري اژانس په وینا، سعودي عرب د امریکا څخه د اېف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي اخیستلو په اړه هم خبرې کړې، خو لا معلومه نه ده چې د اېف-۳۵ جنګي الوتکو اخیستل په دفاعي تړون کې شامل دي که نه.
د عربي رسنیو په وینا، د دواړو هیوادونو ترمنځ د انرژۍ، معدنیاتو، فضایي همکارۍ او روغتیا په ګډون د ستراتیژیکو اقتصادي شراکت تړونونه او د تفاهم یاداښتونه هم لاسلیک شوي دي.
له دې مخکې، کله چې ټرمپ د سعودي په هوایي حریم کې داخل شو، د سعودي جنګي الوتکو د هغه اېیرفورس ون الوتکه تر هوایي ډګره پورې بدرګه کړه.
سعودي ولیعهد د ټرمپ تود هرکلی وکړ.
د یادونې وړده، چې د دې سفر په جریان کې به ولسمشر ټرمپ د خلیج د همکارۍ شورا په غونډه کې هم ګډون وکړي او قطر او متحده عربي اماراتو ته به هم سفر وکړي.