خبرونهنړۍ

متحده عربي اماراتو کې یو کس درې میرمنې وژلي

کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د متحده عربي اماراتو په راس‌الخیمه ایالت کې د ټرافیکي شخړې وروسته یو کس د ډزو په پایله کې درې میرمنې په ډزو وژلي.

د یاد هېواد رسنیو ویلي: د دوبۍ څخه شاوخوا ۱۲۰ کیلومتره لرې په راس‌الخیمه ایالت کې یوه کوچنۍ ټرافیکي پېښه په شخړه او بالاخره په مرګونو پای ته ورسیده.

د معلوماتو له مخې، شخړه په راس‌الخیمه د استوګنې په سیمه کې هغه مهال پیل شوه کله چې د موټر د لارې د ورکړې په اړه کوچنۍ لفظي شخړه وشوه، چې ناڅاپه تورن کس په درې میرمنو ډزې وکړې او ویې وژلې.

د راس‌الخیمه پولیسو ویلي چې بریدګر نیول شوی او وسله یې هم ترې ضبط شوې ده.
چارواکو ویلي، ټپي شوې ښځې سمدستي روغتون ته ولېږدول شوې، خو د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړې.