
کابل ټیلیګراف – ۲۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د خیبرپښتونخوا د پېښور په خټکو پل سیمه کې یو کور ته وسله والو اوښتي او د یوې کورنۍ ۶ غړي یې په ډزو سره وژلي دي.
د را پورونو له مخې؛ په دغه پېښه کې په وژل شویو کې ۳ میرمنې هم شاملي دي او یوه بله ټپي شوې ده، چې ټپي میرمن د لېډي ریډینګ روغتون ته لېږدول شوې ده.
پولیس وایي، دواړه اړخونه ګاونډیان دي، او پر وژل شوې کورنۍ د مخالف اړخ د یوې ښځې د وژنې تور و.
پولیسو ویلي، د پېښې وروسته قاتلین له سیمې تښتیدلي، خو د دوی لخوا یې د نیولو هڅې جریان لري.