خبرونهنړۍ

اسرائیلو غزې ته د مرستو لیږد ته اجازه ورکوي

کابل ټیلیګراف – ۲۹غویی ۱۴۰۴ لمریز کال

د نړیوالې ټولنې د پرلپسې نیوکو وروسته اسرائیلو پرېکړه کړې چې غزې ته به په محدود ډول مرستې پرېږدي.
د اسرائیلي لومړي وزیر له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې دا نه ده روښانه شوې چې مرستې به په کوم میکانیزم غزې ته رسول کیږي او د مرستو رسول به کله پیل شي.

د اسرائیلو لخوا د مرستو په لیږد د بندیز وروسته هیڅ ډول خوراکي او نور توکې غزې ته نه دي لیږدول شوې.

په غزې د تیرې ورځې راهیسې د اسرائیلو د وحشیانه بریدونو له امله یوسلو پنځوس فلسطیني وګړي وژل شوي.