
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
په پنجشیر ولایت کې سرچینو ویلي، طالبانو دوه ملکي کسان، چې پلار او زوی دي، د درې ولسوالۍ څخه نیولي دي.
سرچینو د دې دوو کسانو نومونه نورالحق او عبدالله یاد کړي او ویلي یې دي چې دوی پرون (جمعه، د غبرګولي ۲مه) د درې ولسوالۍ د «تنخو» کلی څخه د طالبانو د استخباراتو له لوري د «افغانستان ملي مقاومت جبهې» د وروستي برید سره په تړاو، چې د طالبانو پر قرارګاه شوی و، نیول شوي دي.
ملي مقاومت جبهې د ثور په ۲۶مه اعلان کړی و چې د پنجشیر د درې ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر «کندک درېیم لوای خاص» قرارګاه برید کړی او په دې برید کې د طالبانو ۱۳ غړي وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
محلي سرچینو ویلي، د طالبانو دا قرارګاه د «تنخو» کلی د اکرم نومي کس په کور کې وه.
د سرچینو په وینا، طالبانو د دې برید وروسته سیمه محاصره کړې او د سیمې ۲۰ اوسیدونکي یې نیولي، چې ځینې یې تر اوسه په بند کې دي.
طالبانو د ملي مقاومت جبهې د برید ادعا رد کړې، خو تر اوسه یې د کسانو د نیولو په اړه څه نه دي ویلي.
دې ډلې له دې وړاندې هم څو ځله د پنجشیر او د هیواد د نورو سیمو اوسیدونکي د خپل مخالفو جبهو سره د همکارۍ په تور نیولي او بندي کړي دي.