
کابل ټیلیګراف – ۳ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د تهران د بهزیستي اداره عمومي مشر محمد نصیري اعلان کړی چې په تېرو دوو میاشتو کې له ۳۰۰ زیات کډوال کارګر ماشومان د خپلو کورنیو سره خپل اصلي هیواد ته اخراج شوي دي.
هغه د کوم مشخص هیواد نوم نه دی اخیستی، خو ایران بهرنیو اتباعو ته، چې اکثره یې افغان کډوال دي، «اتباع» وايي.
محمد نصیري د ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، د «د کارګر ماشومانو د تنظیم او ملاتړ» په طرحه کې چې په تېرو دوو میاشتو کې پېژندل شوي، ۸۵ سلنه کارګر ماشومان غیرقانوني کډوال دي.
هغه زیاته کړې، دا پېژندل شوي ماشومان د خپلو کورنیو سره د پولیسو، د بهرنیو اتباعو د ادارې او د یونیسف د تخنیکي ملاتړ په همغږۍ او د قانوني پروسو له بشپړولو وروسته خپل اصلي هیواد ته راستانه شوي دي.
نصیري اشاره کړې، د بهرنیو ماشومانو کورنۍ ډېرې اړمنې دي او د یونیسف په ملاتړ د دې کورنیو لپاره یوه نوې ملاتړي ماډل ډیزاین شوی چې ډېر ژر به د ماشومانو د کار پر ضد نړیوالې ورځې په مناسبت اعلان شي.
کډوال ماشومان اکثره د کثافاتو په راټولولو بوخت دي. د دې ماشومانو ځینې بې سرپرسته یا د کم عاید لرونکو کورنیو دي چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله ایران ته تللي دي.
اوس مهال له ایران څخه د کډوالو د اخراج پروسه روانه ده. دا هیواد پلان لري شاوخوا دوه میلیونه کډوال اخراج کړي.