افغانستانخبرونه

ځینو عربي او اروپایي هېوادونو پر غزه د اسرائیلو بریدونو غندلي

کابل ټیلیګراف – ۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې په یوې غونډه کې پر غزه د اسرائیلو بریدونه غندلي او د جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

همدا راز د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې د کلابندۍ په ژر تر ژره ختمېدو ټینګار کړی.

یادو هېوادونو ویلي چې له قید او شرط پرته باید غزې ته بشري مرستې ولېږدول شي.