
کابل ټیلیګراف – ۴ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون د یوې جنګي بېړۍ د خرابېدو وروسته د کښتیو جوړولو یو شمېر چارواکي نیولي.
هغه ویلي، چې دغه مسؤل چارواکي به بې ځوابه پاتې نشي، ځکه د دوی د بې غورۍ له امله د شمالي کوریا عزت ته زیان رسیدلی.
کېم جونګ اون همداراز امر کړی چې دغه بېړۍ باید له جون میاشتې وړاندې بېرته ورغول شي.
په نیول شویو کسانو کې د چونګجن بېړۍ جوړولو کارخونې چارواکي او نور کسان شامل دي.
دغه جنګي بېړۍ چې ۵۰۰۰ ټُنه وزن لري، څو ورځې وړاندې سیند ته د ښکتهکولو پرمهال زیانمنه شوې ده.