افغانستانخبرونه

بغلان کې یو موټرچلوونکی وژل شوی

کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بورکې ولسوالۍ کې یو موټر چلوونکی وژل شوی او په تړاو یې دوه کسان نیول شوي دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي هغه دوه کسان چې وړمه ورځ یې په بورکې ولسوالۍ کې د عبدالاحد په نوم د یوه موټر چلوونکي له وژلو وروسته د هغه موټر تښتولی و، نیولي دي.

سرچېنې لیکلي، دغو دوو  کسانو چې عبدالاحد یې په ډزو وژلی و، غوښتل د هغه موټر وتښتوي چې له سیمې د تېښتې پر مهال نیول شوي دي.