
کابل ټيلیګراف – ۱۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
تېره اوونۍ د اسرائیلو د برید په پایله کې د ۹ شهید شویو ماشومانو ټپي ډاکټر پلار هم مړ شو.
ډاکټر حمدي النجار څو ورځې په جدي پاملرنې وارډ کې تر درملنې لاندې و، خو وروسته یې ساه ورکړه.
د را پورونو له مخې؛ د هغه یو زوی ژوندی پاتې دی، چې په برید کې تر ټپي کېدو وروسته اوس تر درملنې لاندې دی.
د یاد ډاکټر میرمن ډاکټر الاء النجار په ماشومانو او خاوند یې هغه وخت برید وشو، چې کله نوموړې په روغتون کې وه.
په دغه برید کې د هغې خاوند او یو زوی ټپيان شوي وو او نهه نور اولادونه یې یو ځای شهیدان شوي و.
د یادونې وړده، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ څخه زیات فلسطینیان د اسرائیلي بریدونو په پایله کې شهیدان شوي دي.