افغانستانخبرونه

طالبانو تخار کې یو تن د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورلی

کابل ټیلیګراف – ۱۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، کندوز پولیسو او د تخار استخباراتو ریاست د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، یو تن چې څه موده وړاندې د کندوز له دشت ارچي ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.

 کورنیو چارو وزارت وایي، چې انسان تښتوونکو د یاد کس د خوشې کولو په بدل کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو غوښتنه کړې وه.

 پولیسو د دې پېښې په تړاو درې تنه نیولي او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.