خبرونهنړۍ

د شمالي کوریا رهبر د روسيې ملاتړ او د نړیوالو سیاستونو پر همغږۍ ټینګار وکړ

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون ویلي چې په ټولو مهمو نړیوالو مسایلو کې به له روسيې ملاتړ وکړي.

د شمالي کوریا رسمي خبري اژانس اعلان کړی چې کیم جونګ اون د چهارشنبې په ورځ (۱۴ جوزا) په پیونګ یانګ کې د روسيې د امنیت شورا له منشي سرګي شویګو سره په لیدنه کې ټینګار کړی چې شمالي کوریا به «په بې قید و شرطه توګه د روسيې له دریځ او بهرني سیاستونو، په ځانګړي توګه د اوکراین په مسئله کې ملاتړ وکړي.»

تر دې وړاندې، د روسيې د امنیت شورا مطبوعاتي خدماتو اعلان کړی و چې شویګو په پیونګ یانګ کې د شمالي کوریا د دولتي چارو له مشر سره مذاکرات کړي او دواړو لورو، د نورو مسایلو ترڅنګ، د کور د سیمې د بیا رغونې امکانات هم وڅېړل.

روسیې او اوکراین په یو بل د بې پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړي، چې له امله یې وروستیو کې دواړو لورو ته جګړه سخته شوې ده.