خبرونهنړۍ

د هندوستان، اتراکهنډ کې د هلیکوپټر بېړنۍ ناستې له امله پیلوټ ټپي شوی

کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د هند اتراکهنډ ایالت کې د تخنیکي ستونزې له امله یوې خصوصي هلیکوپټر په عمومي سړک بېړنۍ ناسته کړې، چې په کې ناست ۵ مسافر خوندي پاتې شوي، خو پیلوټ د الوتکې د ټکانو له امله ټپي شوی دی.
تر اوسه د دغه الوتکې د بېړنۍ ناستې لامل ندی روښانه شوی، خو رسنۍ وایي، په تیرو دیرش ورځو کې په یاده سیمه کې دا څلورمه الوتکه ده، چې بېړنۍ ناسته کوي.

په یادو پېښو کې چاته د سر زیان ندی اوښتی.