خبرونهنړۍ

د افغان کډوالو د «وضعیت ټاکلو» قانوني مهلت پای ته رسېدلی

کابل ټیلیګراف – ۱۸ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د تهران والي محمد صادق معتمدیان ویلي، د افغان کډوالو د «وضعیت ټاکلو» قانوني مهلت پرون پای ته رسېدلی.
هغه د ایرنا خبري اژانس ته ویلي، له دې وروسته د دې کډوالو شتون «غیرقانوني» ګڼل کېږي او که وموندل شي، نیول کېږي او ایستل کېږي.
د تهران والي ویلي، په ایران کې د «غیرقانوني کډوالو» شمېر شاوخوا دوه میلیونه اټکل شوی، چې ۸۰۰ زره یې په تهران کې دي.
هغه زیاته کړې، د روان کال له پیل راهیسې د دې کډوالو پېژندنه او ایستل یې په جدي توګه په اجنډا کې دي.
د تهران والي ویلي، هغه کارخانې چې «غیرقانوني کډوال» استخدام کړي، ورسره به چلند وشي او د نغدي جریمې او بند سزا به ورکړل شي.
هغه زیاته کړې: «له غیرقانوني کډوالو سره نه یوازې، بلکې له هغو کسانو یا بنسټونو سره هم چلند کېږي چې په هر دلیل د دې بهیر سره همکاري کوي.»
د تهران والي ویلي، که کډوال په رسمي توګه په دې ولایت کې اوسېږي، «د هغه استوګنه او کار باید د هغو اړتیاوو پر بنسټ وي چې موږ یې مشخص کړي.»
هغه زیاته کړې، د قانوني کډوالو لپاره د کار او استوګنې د لومړیتوبونو ټاکل د تدوین په حال کې دي او د ایران د کورنیو چارو او کار وزارتونو په همکارۍ به ژر بشپړ شي.