افغانستانخبرونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دوشنبه د افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل ټيلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د راتلونکې دوشنبې (د جون ۲۳مې) پر ورځ د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه کړي.

ټاکل شوې چې د یوناما مشره روزا اوتونبایوا، په بشري برخه کې د ملګرو متلونو د سرمنشي مرستیاله جویس موسویا او د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشره، سیما باهوس په دغه غونډه کې خبرې وکړي.

امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې تر دغې غونډې وروسته به د تړلو دروازو تر شاه یو بله غونډه هم ترسره شي.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې د دوحې بهیر کاري ډلې به هم د روانې جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د افغانستان پر خصوصي سکټور او نشه یې توکو سره پر مبارزې غونډه وکړي.