افغانستانخبرونه

عراقچي یوه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته تللی

کابل ټيلیګراف – ۳۱ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن شنبه د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره د ترکیې استانبول ښار ته ورسېد.

عراقچي د دې ناستې په اړه ویلي، د صهیونیستي رژیم لخوا پر ایران برید به د دې غونډې د خبرو اترو اصلي محور وي.