خبرونهنړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ په زیاتېدو سره د مولانا فضل الرحمن کور ته جدي تدابیر نیول شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان د جمیعت علماؤ اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن چې څو ځله ورته د وژنې ګواښونه شوي، تازه یې کور ته د پولیسو له لورې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي.

نوموړی چې دا مهال د خیبرپښتونخوا په دیره اسماعیل کې اوسیږي، د پاکستاني حکومت له لورې ورته سخت امنیتي تدابیر پیل شوي.

د یادونې وړده، چې تېرو ورځو کې د مولانا فضل الرحمن زوی مولانا اسجد محمود د تښتونې هڅه هم شوې وه.