
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان د ممبۍ د پولیسو مشر ديون بهارتي هندي رسنيو ته ويلي چې په ممبئي کې له مذهبي ځايونو څخه لاوډ سپيکرونه ليرې کړای شوي او اوس دا ښار د لاوډ سپيکرونو څخه پاک دی.
ديون بهارتي زياته کړې چې موږ د ښار په ټولو مذهبي ځايونو څخه شاوخوا ۱,۵۰۰ لاوډ سپيکرونه ليرې کړي او پوليس به اطمینان تر لاسه کړي، چې دا ډول لاوډ سپيکرونه بيا ونه لګول شي.
هغه ويلي چې د لاوډ سپيکرونو پر بنديز وروسته به اوس يوازې د مذهبي جشنونو پر مهال د لاوډ سپيکرونو کارولو لپاره موقتي اجازه ورکول کېږي.
د یادونې وړده، چې دا اقدام د روان کال په جنوري کې د بمبئي عالي محکمې د حکم پر اساس شوی دی.