
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بښنې نړۍوال سازمان د سویلي اسیا څانګه په یوه اعلامیه کې وایي، بلوچستان کې لا هم د لاریونونو ځپل کېدل او د لاریون کوونکو نادرکه کېدل دوام لري.
دغه سازمان ویلي، د روانې جولای میاشتې په ۵مه د څلورو ښځو په ګډون ۵ تنه لاریون کوونکي نیول شوي، چې ښځې تر نیول کېدو دوه ورځې وروسته خوشې شوي خو عبدالله بلوڅ لا هم په بند کې دی.
د بښنې نړۍوال سازمان له پاکستاني حکومته غوښتي چې د بلوڅ فعالانو د نیولو لپاره دې قوانین د وسیلې په توګه نه کاروي او د ګلزار او ماهرنګ بلوڅ په ګډون دې ټول فعالان ازاد کړي.
د بښنې نړۍوال سازمان د اعلامیې لمخې، پاکستان کې باید د جبري نادرکه شویو او له عدلي بهیر پرته د اعدامونو د تورونو په تړاو پراخې او رڼې څېړنې وشي.