
کابل ټیلیګراف – ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د ایران او پاکستان سره په پولو کې د افغانستان د ښځو او ماشومانو د «بېساري» روغتیايي اړتیاو د پوره کولو لپاره د سمدستي مالي مرستې غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان نن (سېشنبه، ۱۷ چنګاښ) ویلي، له روان کال د اپریل میاشتې راهیسې له ۸۳۶ زره څخه زیات کډوال د اسلام کلا، تورخم او سپینبولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي، چې دا حالت د دې هېواد یو له تر ټولو ناوړه بشري ننګونو څخه دی.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د راستنېدونکو د روغتیايي اړتیاو د پوره کولو لپاره یې د درې میاشتو لپاره د دوه میلیون ډالرو بودیجه یو «عملي پلان» ترتیب کړی، خو د اضافي بودیجې پرته به کلیدي خدمتونه لکه واکسین، عاجل روغتیايي پاملرنه او د زیانمنو ښځو او ماشومانو لپاره روغتیايي ملاتړ له ګواښ سره مخ شي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۱۷ سیارو روغتیايي ټیمونو او څو مخکې جوړو شویو کلینیکونو په مرسته د راستنېدونکو پاملرنه کوي او تر ۳۹۴ زرو څخه زیات کسان یې د ناروغیو د نښو له پلوه معاینه کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان له بشري شریکانو او تمویلکوونکو غوښتي چې خپلې همکارۍ زیاتې کړي او په نړۍ کې د یو له تر ټولو ننګونکي بشري حالتو کې د انسانانو د ژوند او کرامت د خوندیتوب لپاره ډله ییزه همکاري له هر وخت زیاته مهمه ده.