
کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو لخوا په غزه کې د کډوالو پر کیمپونو د نن سهار بمباریو په ترڅ کې تر اوسه ۱۶ فلسطیني وګړي وژل شوي او دیرش نور ټپيان شوي دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د خوراکي توکو د نشتون له امله وضعیت بحراني حالات سره مخ شوی دی.
بلخوا د اسرائیلو لومړي وزیر نیتن یاهو ویلي چې دوی به د حماس ډلې څخه خپل بندیان ازاد کړي او یادې ډلې ته به ماتې ورکړې.
خو حماس وایي غزه به تسلیم نه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تمه کیږي، نن په قطر کې د اسرائیل او حماس ترمنځ غیر مستقیمو خبرو اترو بل پړاو پیل شي.