
کابل ټیلیګراف – ۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د هندوستان بېهار ایالت په یوه کلی کې، د درې میرمنو په ګډون د یوې کورنۍ ۵ غړي د جادو په تور په بې رحمۍ سره وژل شوي او مړې یې د اوبو په ډنډ کې غورځول شوي دي.
پولیس وایي، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو کس پر مقتولینو د خپل زوی د مړینې تور پورې کړ.
هغه ویلي، یادې کورنۍ د تور جادو په وسیله د هغه زوی وژلی و.
د دې قضیې په تور درې تنه نیول شوي، چې پخپل جرم یې اعتراف کړی.