
کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په اوکراین د روسیې وروستیو بریدونو کې دوه اوکرایني وګړي وژل شوي او شل نور ټپیان دي.
نړيوالو رسنيو راپور ورکړی چې پر اوکراین د روسيې د وروستيو توغندیزو او بې پيلوتو بريدونو په لړ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.
رويټرز د اوکراين د ولسمشر ولاديمير زېلېنسکي له قوله ليکلي چې دا کسان د نن سهار (شنبه، ۲۱ سرطان) د روسيې د بريدونو په ترڅ کې د اوکراين په لويديځو ښارونو کې وژل شوي او ټپيان دي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، زېلېنسکي ويلي چې روسيې نن سهار پر اوکراين ۵۹۷ بې پيلوتو الوتکې او ۲۶ توغندي توغولي دي.
د اوکراين ولسمشر زياته کړې چې دې بې پيلوتو الوتکو او توغندیو د خارکف او سومي په شمال ختيځ او لويف، لوتسک او چيرنيووتسي په لويديځ کې غير نظامي زېربناوو ته زيان اړولی دی.
هغه پر روسيې د سختو بنديزونو او د اوکراين لپاره د هوايي دفاع د زياتوالي غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څارنې هيئت د شمېرو له مخې، په دې مياشت کې په اوکراين کې ۲۳۲ کسان وژل شوي او ۱,۳۴۳ نور ټپيان دي.