
کابل ټيلیګراف – ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په کندهار ولایت کې یو شمېر موټر چلونکو پخپلو موټرو کې د زیاتې ګرمۍ له امله ساده کولرې لګولي.
دوی وایي، کله چې ګرمي ۴۰ درجو ته لوړه شي، نو ایرکنډېشن کار نه کوي او له همدې امله یې مسافر له سخت تکلیف سره مخ کیږي.
دوی وایي، په یوه نوښت سره یې په خپلو موټرو کې ساده کولري لګولي، چې د ایرکنډېشن څخه په غوره او دوامداره توګه موټر کې ناست مسافرین یخ ساتي.
دا لومړی ځل دی چې په موټرو کې د ایرکنډېشن پر ځای د ساده کولرو څخه استفاده کیږي.