
کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو دفاع وزارت اعلان کړی چې د ازبکستان د استخباراتو مشر جنرال کوربونوف باخودیر په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی او د دې وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد سره یې لیدلي او خبرې اترې کړې دي.
دې وزارت نن (سهشنبه، د سرطان ۳۱مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د “سرحدي همکارۍ، اړیکو ټینګولو او نورو اړوندو مسایلو” په اړه بحث او نظر تبادله کړې ده.
د طالبانو د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې، د ازبکستان پلاوي “په ټول هیواد کې د امنیت له ټینګیدو او اقتصادي پرمختګونو” څخه خوښي څرګنده کړې او د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.
دې وزارت زیاته کړې چې یعقوب مجاهد د نړیوالو غونډو کې د طالبانو د ملاتړ لپاره د ازبکستان له دریځ څخه مننه کړې او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
ازبکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسیدلي، له دې ډلې سره پراخ سیاسي او اقتصادي تعاملات لري.
په دې موده کې د دواړو لورو لوړپوړو پلاوو څو ځله کابل او تاشکند ته سفرونه کړي او په بیلابیلو برخو کې یې د همکارۍ څو سندونه لاسلیک کړي دي.