افغانستانخبرونه

طالبان: په یوه ورځ کې له ایران څخه ۱۳ زره کډوال افغانستان ته را ستانه شول

کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو “د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمېسیون” اعلان کړی چې پرون (دوشنبه، د سرطان ۳۰مه) ۱۳ زره او ۱۸۶ کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شول.

دې کمېسیون ویلي چې دا کډوال د اسلام‌قلعه او پل‌ابریشم سرحدونو له لارې افغانستان ته ننوتلي دي. 

د اعلامیې له مخې، پرون همداراز ۳۲۷ کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته راستانه شوي.

د طالبانو “د کډوالو ستونزو ته د رسیدو کمېسیون” ویلي چې ۲ زره ۳۴۴ کورنۍ او ۱۳ زره ۵۱۳ تن یوازې کسان یې ثبت کړي دي. 

دې کمېسیون زیاته کړې چې ۵۹۳ کورنۍ او ۲ زره ۹۰۵ تن یوازې کسان یې د ژوند اصلي سیمو ته انتقال کړي او ۲ زره ۲۳۱ کورنیو ته یې مرستې کړې دي. 

په دې وروستیو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کسان له دې هیواد څخه ایستل کیږي او افغانستان ته راستنیږي. 

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، ایران په روان کال کې له یو میلیون زیات افغان کډوال ایستلي دي. 

ایراني چارواکي وايي چې له درې میلیونو زیات افغانان به وشړي.