
کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د لغمان ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې طالبانو دوه پخواني نظامیان چې تازه له ایران څخه راستانه شوي وو، نیول شوي دي.
کابل ټیلیګراف ته یوې سرچینې وویل: دغه کسان چې عزیزالله او محمد نعیم نومیږي، په تیر حکومت کې د ملي امنیت سرتیري و، چې پرون د طالبانو د استخباراتو لخوا ونیول شول.
سرچینې زیاتوي چې له دوی سره دوه نور عام وګړي هم نیولي دي.
د نیول شویو کسانو خپلوانو هم ویلي، چې عزیزالله او محمد نعیم له دولت شاه ولسوالۍ څخه د لغمان مرکز مهترلام ته انتقال شوي دي.
طالبانو تراوسه ددغو کسانو د نیولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.