افغانستانخبرونه

د ازادۍ جبهه وايي په یوه کال کې یې ۲۲۵ طالبان وژلي دي

کابل ټیلیګراف ۲۵ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د ازادۍ جبهې اعلان وکړ چې په تېر یوه کال کې یې د طالبانو پر پوستو لږ تر لږه ۸۸ بریدونه کړي دي.

دې جبهې ویلي چې د دې بریدونو په پایله کې په ټولیزه توګه ۲۲۵ طالب جنګیالي وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان شوي دي.

دې جبهې ویلي چې یاد بریدونه د طالبانو پر اډو، قرارګاو، پوستو او د دوی د غونډو پر ځایونو په کابل، پروان، بلخ، بادغیس، هرات، کندوز، تخار، بغلان، کاپیسا، فاریاب، پنجشیر، سرپل او لغمان ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د ازادۍ جبهې ټینګار کړی چې د افغانستان خلک د «طالبانو له ظلم او استبداد څخه ستړي شوي» او د دې ډلې پر وړاندې مقاومت به دوام وکړي.

طالبانو تر اوسه د دغه ډلې د یادې ادعا په اړه څه ندي ویلي.